کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په جاوا سمندر کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د چپه کېدو له امله تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او ۱۳۰ نور لا نه دي موندل شوي.
اندونیزیايي چارواکو پرون ویلي وو، یوه مسافر وړونکې بېړۍ چې ۲۴۳ کسان په کې سپاره وو، په جاوا سمندر کې تر اړیکې پرې کېدو وروسته ورکه شوې او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل شوي دي.
الجزیرې تېره شپه ناوخته (یکشنبه) راپور ورکړی چې «ویرګو ټرانسپورټ ۸» نومې دغه بېړۍ له سورابایا ښاره د سوېلي کالیمانتان ایالت بانجارماسین ته پر لاره وه چې له خرابې هوا او سختو څپو سره مخ او چپه شوه.
په راپور کې راغلي، په بېړۍ کې ۲۴۳ کسان سپاره وو چې تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او ۱۰۷ نور ژغورل شوي دي؛ سمندر توپاني دی او تر دوه نیم مترو لوړو څپو د لټون او ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا، بيبيسي هم راپور ورکړی چې په دې بېړۍ کې ۲۴۳ کسان، چې ۲۱۳ مسافر او ۳۰ د بېړۍ د عملې غړي وو، سپاره وو او تر اوسه ۱۰۷ کسان ژغورل شوي دي.
چارواکو ویلي، بېړۍ د یکشنبې په ورځ د ځايي وخت شاوخوا د سهار په دوو بجو، د بانجارماسین شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره سوېل ته له ستونزې سره مخ شوه او د بېړني حالت لومړنی راپور د سهار په ۴:۱۰ بجو ترلاسه شو.
د راپور له مخې، د لټون او ژغورنې عملیاتو لپاره بېړۍ او یوه چورلکه سیمې ته استول شوې او شاوخوا ۲۸۰ ژغورونکي په دغو عملیاتو کې برخه لري.
سرچینې ویلي، د دې پېښې د څېړنې او ژغورنې لپاره د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې، سمندري ځواک، سمندري پولیسو او نورو ادارو ګډ ځواک جوړ شوی دی.
دغهراز، په جاوا سمندر کې ټولو بېړیو ته خبرداری ورکړل شوی چې که د مسافرو کومه نښه وویني، اړوندو چارواکو ته دې خبر ورکړي.
بيبيسي لیکلي چې د مسافرو او د بېړۍ د عملې د غړو کورنۍ په بانجارماسین کې د «تریساکتي» او په سورابایا کې د «تانجونګ پراک» بندرونو ته ورغلې، څو د خپلو خپلوانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې، دغه بېړۍ ۱۱۹ متره اوږدوالی لري، د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۳ بجو له سورابایا څخه روانه شوې وه او ټاکل شوې وه چې د یکشنبې په ورځ د سهار په دوو بجو بانجارماسین ته ورسېږي.