کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مکې مکرمې د برید هڅه په سختو ټکو غندلې او د حرمینو شریفینو د حرمت پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.
کرزي نن پر خپله اېکسپاڼه له سعودي عربستان سره د خواخوږۍ په څرګندولو لیکلي چې د حرمینو شریفینو حرمت باید په هر حالت کې وساتل شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د هېوادونو او ښکېلو لورو په تدبیر او لرلید سره د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدو مخه ونیول شي او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د سهشنبې په ماښام د مکې جنوب ته د حوثیانو یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې نسکوره کړې ده.
د دغه ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، دا دویم ځل دی چې حوثیان د مکې مکرمې د په نښه کولو هڅه کوي او زیاته کړې یې ده چې د حرمینو شریفینو او زائرینو امنیت د سعودي عربستان لپاره «سره کرښه» ده.
حوثیانو بیا د مکې مکرمې او نورو سپېڅلو ځایونو په نښه کول رد کړي دي.