ژبه

د امریکا استازو جرګې پر روسیې د بندیزونو زیاتولو طرحه تصویب کړه

خواجه نصیراحمد صدیقي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۱

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د امریکا استازو جرګې یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر ته واک ورکول کېږي څو د روسیې د انرژۍ پر سترو پېرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي او پر مسکو نوي بندیزونه وضع کړي؛ دغه طرحه تر دې مخکې په سنا کې هم تصویب شوې او د یو شمېر قانون جوړوونکو له مخالفت سره مخ شوې ده.
ګارډین راپور ورکړی چې د امریکا استازو جرګې دغه طرحه په ۲۶۲ موافقو او ۱۵۹ مخالفو رایو تصویب کړه. دغه طرحه تېره میاشت په سنا کې هم په ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو تصویب شوې وه او د استازو جرګې له وروستۍ رایې سره په کانګرس کې د هغې د تصویب بهیر بشپړ شو.
په راپور کې راغلي، د دې طرحې له مخې به د روسیې پر سیاسي او پوځي چارواکو او هغو بهرنیو شبکو نوي بندیزونه ولګول شي چې د دغه هېواد د جګړې اړتیاوو په پوره کولو او یا د شته بندیزونو په ماتولو کې مرسته کوي.
سرچینه لیکي، دغه طرحه د «روسیې د سیوري تېل‌وړونکو بېړیو شبکه» هم په نښه کوي؛ هغه شبکه چې د یادې رسنۍ په وینا، روسیې د هغې په کارولو سره د بندیزونو له شتون سره سره د خپلو تېلو صادراتو ته دوام ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، د دې طرحې له مخېد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي د چین په ګډون د روسیې د انرژۍ د سترو پېرودونکو هېوادونو پر توکو تر ۱۰۰ سلنې تعرفه ولګوي او هغه هېوادونه هم له ورته اقداماتو سره مخ کړي چې له مسکو سره د بندیزونو په ماتولو کې مرسته کوي.
یادې رسنۍ لیکلي چې دغه طرحه د امریکا په کانګرس کې له مخالفتونو سره هم مخ شوې او یو شمېر ډیموکرات او جمهوري‌پالو قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی چې ټرمپ ته ورکړل شوی پراخ تعرفه‌یي واک ښايي د امریکا د متحدینو پر ضد هم وکارول شي.
د راپور له مخې، د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشر حکیم جفریز له دې طرحې سره مخالفت کړی او د امریکا پر خلکو یې د نویو صلاحیتونو د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو د طرحې ملاتړو ویلي، موخه یې پر روسیې د فشار زیاتول او د اوکراین په جګړه کې د کارېدونکو مالي سرچینو محدودول دي.