کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په یمن کې د جګړو ډېرېدو له امله په تېرو دوو اونیو کې د ۵۷ زره ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۴ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
یونیسف پرون (چهارشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې د سپټمبر له درېیمې راهیسې په یمن کې لږ تر لږه نهه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي؛ درې نور ماشومان هم د دغه هېواد د لوېدیځې ساحلي سیمې څخه عدن ته د تګ پر مهال له یوه برید وروسته ورک شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د تعز په لوېدیځ، د حدیده په سوېل، مأرب او نورو سیمو کې د جګړو له امله اساسي خدمتونو ته د ماشومانو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی.
سرچینې دغهراز زیاته کړې چې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې د ۲۶ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي او ۲۴۳ ښوونځي تړل شوي یا پکې د زدهکړو بهیر درول شوی چې له ۱۳۷ زرو ډېر زدهکوونکي یې اغېزمن کړي دي.
یونیسف ویلي چې د ۲۳۱ زره زیانمن شوو کسانو د مرستې لپاره یې خپل بېړني عملیات پراخ کړي او په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه، د څښاک اوبه، روغتیايي توکي او د تغذیې برخه کې مرستې وړاندې کوي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د ماشومانو د ساتنې ډلې هم رواني او ټولنیز ملاتړ او د قضیو د رسېدنې خدمتونه وړاندې کوي چې له کورنیو بېل شوي او بېسرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي.
د یونیسف د راپور له مخې، په یمن کې د جګړو له وروستي زیاتوالي مخکې شاوخوا ۱۲.۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لرله او له ۲.۲ میلیونه ډېر له پنځو کلونو کمعمره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ وو.
یونیسف وایي چې له خوارځواکو ماشومانو څه باندې ۵۱۵ زره یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او شاوخوا ۳.۲ میلیونه د ښوونځي په عمر ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په یمن کې شاوخوا ۱۷.۸ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو، اوبو او حفظالصحې ته کافي لاسرسی نه لري او د دغه هېواد یوازې ۶۰ سلنه روغتیايي مرکزونه په بشپړه توګه فعال دي.
د راپور له مخې، له دوه زرو ډېر کسان، چې ګڼ شمېر ماشومان هم پکې شامل دي، د بابالمندب تنګي له تېرېدو وروسته جیبوټي ته داخل شوي او یونیسف د تازه راغلو کورنیو د ملاتړ لپاره د اوبو، روغتیا ساتنې او ماشومانو د خوندیتوب خدمتونه برابروي.
یونیسف له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ساتنه وکړي، نړۍوال بشري قوانین رعایت کړي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د خوندي او بېخنډه رسېدو زمینه برابره کړي.