ژبه

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي

خان ولی احمدزی

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۸

Views: ۲

پل‌علم (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په بابوس سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې پېښه نن پنجشنبه غرمه په بابوس سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «پریوس» موټر د لوړ سرعت له امله له کنټروله ووت او چپه شو.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې تنکي ماشومانو چې د یوې کورنۍ غړي وو، د موټر چپه کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه وايي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ترافیکو مدیریت اړوند پولیس سیمې ته رسېدلي او پېښې په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د لوګر امنیې قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د ترافیکي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي.