ژبه

ناپېژاندو کسانو د جنوبي وزیرستان یو قضايي چارواکی تښتولی

سهراب سروري

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۹

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د پاکستان پولیس وایي، وسله‌والو د بر جنوبي وزیرستان د محکمې سرپرست اسفندیار احمد د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې له خپل کوره تښتولی او د هغه د موندلو لپاره عملیات روان دي.

ډان ورځپاڼې د نن ورځې د راپور له مخې، پولیسو ویلي چې وسله‌وال د جمعې او شنبې ترمنځ شپې شاوخوا دوې بجې د اسفندیار احمد کور ته ننوتل او هغه یې له ځان سره یووړ.

سرچینه لیکي چې پولیسو له پېښې وروسته د دغه قضايي چارواکي د موندلو او په پېښه کې د ښکېلو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا، جیو نیوز هم د ټانک پولیسو له قوله راپور ورکړی چې شکمن کسان پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو او د اسفندیار احمد تر تښتولو وروسته له سیمې وتښتېدل.

تر اوسه کومې ډلې د هغه د تښتولو مسوولیت نه دی منلی.