کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په ۸۱مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره سبا (سهشنبه) د امریکا نیویارک ښار ته سفر وکړي.
ایرنا خبري اژانس نن (دوشنبه) د ایران د ولسمشرۍ دفتر د عامه اړیکو عمومي رییس حبیبالله عباسي له قوله راپور ورکړی چې پزشکیان د ملګرو ملتونو په ۸۱مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.
په راپور کې راغلي چې امریکا د ایران د لوړپوړي پلاوي ځینو غړو، په ځانګړي ډول د مسعود پزشکیان د رسنیز ټیم غړو ته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره ویزې نه دي ورکړې.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په ۸۱مه عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا، د دې سرمشریزې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیدنې او خبرې، دغهراز په امریکا کې له مېشتو ایرانیانو او د امریکايي څېړنیزو مرکزونو سره له استازو سره لیدنې نیویارک ته د پزشکیان د سفر اجنډا جوړوي.
د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۱مه غونډه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په اتمه پیل شوې، خو د دې سرمشریزې عمومي بحث سبا (د سپټمبر ۲۲مه) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پیلېږي او د سپټمبر تر ۲۶مې او وروسته به د سپټمبر تر ۲۸مې دوام وکړي.