کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه نن سهار وخته شاوخوا درېنیمې بجې د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند په «کوچه اربابها» سیمه کې د یوه ۳۰۳ بس او فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچینه کاږي چې یاد مسافر وړونکی بس موټر له مزارشریف څخه پلخمري ته پر لاره و.
امنیې قوماندانۍ لیکلي، په پېښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان چې د فیلډر موټر چلوونکی او سپرلي دي، ټپیان شوي دي.
سرچینه کاږي چې د پېښې مړی او ټپیان د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.