ژبه

هرات کې د غلا او وژنې په تور څلور کسان نیول شوي

مرضیه حسینی

۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۵

Views: ۶

هرات (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د هرات امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په کروخ ولسوالۍ کې درې کسان د وسله‌والې غلا او په انجیل ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تور نیول شوي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سیدمسعود حسيني پژواک ته وویل چې تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د انجیل ولسوالۍ په شادي‌جان سیمه کې یو سړی په ډزو وژل شوی او قاتل یې د جرم د نښو د له منځه وړلو په موخه د هغه جسد سوځولی و.

حسیني زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته د پېښې شکمن کس پېژندلی او پرون یې نیولی دی.

د هغه په خبره، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو او قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه‌راز وايي چې د کروخ ولسوالۍ په قلعه‌سرخ سیمه کې درې کسان د غلا کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو له ګزمې سره مخ شوي دي.

هغه وویل، یادو وسله‌والو غلو د تېښتې د هڅې لپاره پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې خو د تعقیب په پایله ټول ونیول شول.

هغه زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو یوه تومانچه او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.