ژبه

ټرمپ په یوه کم‌ساري اقدام کې په اندروز اډه کې د شي جین‌پینګ هرکلی وکړ

سهراب سروري

۲ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۶

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په اندروز پوځي اډه کې د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ هرکلی وکړ؛ دا په تېرو ۱۱ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې د یوه بهرني مشر هرکلی کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې شي جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ امریکا ته په درې ورځني سفر ورسېد او ټرمپ له خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ سره یوځای د مریلینډ ایالت په اندروز پوځي اډه کې د شي او د هغه د مېرمنې پینګ لی‌یوان د الوتکې ترڅنګ هرکلی وکړ.

د چین د ولسمشر د هرکلي لپاره د الوتکې ترڅنګ شاوخوا سل فوټه اوږد سره غالۍ غوړول شوې وه؛ رویټرز لیکلي چې دا اقدام په امریکا کې د بهرنیو مشرانو د هرکلي له معمولو تشریفاتو سره توپیر درلود.

د امریکا د «سي‌سپن» (C-SPAN) ټلوېزیوني شبکې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې وروستی ځل په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په همدې اډه کې د پاپ فرانسیس هرکلی کړی و.

رویټرز لیکلي، د شي جین‌پینګ دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا او چین د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان، کمیابه معدني موادو او له تهران سره د بیجینګ د اړیکو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو اختلافات لري.

ټاکل شوې چې ټرمپ او شي د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړي. د راپور له مخې، په ځینو برخو کې د تعرفو کمول، د نشه‌یي توکو له قاچاق سره مبارزه، د پوځي اړیکو پراخول او مصنوعي ځیرکتیا هغه موضوعات دي چې ښایي په دغو خبرو کې مطرح شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال په سپینه ماڼۍ کې رسمي مېلمستیا هم جوړه شي، پوځي مراسم او د الوتکو الوتنې ترسره شي او شي جین‌پینګ د امریکا له ملي ارشیف څخه هم لیدنه وکړي.

رویټرز زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ژورو اختلافاتو سره سره، واشنګټن او بیجینګ د دغه ملاقات لپاره زمینه برابره کړې؛ خو د دې سفر پر مهال د یوه پراخ توافق د ترلاسه کېدو تمه محدوده بلل شوې ده.

د یادونې ده چې ټرمپ هم د روان ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې چین ته سفر کړی و او په بیجینګ کې یې له شي جین‌پینګ سره کتلي وو.