ژبه

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي

Ahmad sohaib

۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۳۰

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي دي؛ د هغه په وینا، دا ډول «بې‌احتیاطه او کرکجن اقدامات» د افغان ملت غوسه پاروي او د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه د پاکستاني پوځي رژيم له‌خوا یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تېرې او هوايي بمبار وشو.
هغه لیکلي چې په یادو بریدونو کې څلور کسان شهیدان شوي دي.
مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي، د ټولو اصولو خلاف صريحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولي. د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د پاکستان پوځي رژيم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې به د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي.»
ده زیاته کړې: «د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز او ظلم توجيه کړي، تېره ورځ پاکستانیو پوځي حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتي، همدا ډول یې یوځل بیا د خپلو داخلي ستونزو په وړاندې د ناتوانیو د توجیه کیدو په موخه پر افغان خاوره هوايي یرغل وکړ.»
د اسلامي امارت ویاند لیکلي داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.
پاکستان د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې هم بمبار کړې وې. چارواکي وایي په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي وو چې ټول ملکي او ځايي اوسېدونکي دي.
اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي وو چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۲مې د اپرېل تر درېیمې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.