غزني ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د فول رزم ملي فدراسیون مسوولین وایي، په غزني کې د فول رزم د اتلولۍ پنځم پړاو سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
فول رزم یو رزمي او تکتیکي ورزش دی چې تر ډېره د ځاندفاع پر مهارتونو ولاړ دی.
یادې سیالۍ د جمعې په ورځ د غزني ښار د نواباد سیمې اړوند د «قصر شکوفهها» په تالار کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د فول رزم ملي فدراسیون سکرترجنرال فرید رضایي پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې د غزني په ګډون د هرات، هلمند، کندهار، زابل، کابل او بغلان ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی او د فول رزم په بېلابېلو برخو کې یې له یو بل سره سیالۍ کړې دي.
رضایي زیاته کړه، د دغو سیالیو موخه د فول رزم ورزش پراختیا، د ځوانو استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارانو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول دي.
هغه د اولمپیک له ادارې وغوښتل چې له دې ورزش څخه ملاتړ وکړي، څو لا پراختیا ومومي.
ورزشکاران هم د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او وایي، په ولایتونو کې د ورته سیالیو دوام کولای شي ځوانانو ته سالمه بوختیا رامنځته او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو زمینه برابره کړي.
د هلمند ورزشکار کرم خان احمد، چې په دغو سیالیو کې د خپل ولایت استازیتوب کوي، پژواک ته وویل، د سیالیو لپاره یې ځانګړي تمرینونه کړي او هڅه کوي ښه پایله ترلاسه کړي.
هغه وویل، د هېواد په کچه د ورته سیالیو ترسره کېدل ورزشکارانو ته فرصت ورکوي چې خپل مهارتونه وازمويي او له نورو ورزشکارانو تجربې ترلاسه کړي.
د کندهار ورزشکار حضرتالله هم د بېلابېلو ولایتونو د ورزشکارانو ګډ حضور د سیالیو د لا په زړه پورې کېدو لامل بولي.
هغه وویل، هڅه کوي په خپلو سیالیو کې ښه وړتیا وښيي او د خپل ولایت لپاره غوره پایله ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې په یادو سیالیو کې غزني لومړي مقام، هرات دوېیم مقام او زابل درېیم مقام ترلاسه کړ.