ژبه

بلخ کې د «خاتم‌الانبیا پروژې» ۶۰۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

هجرت‌الله کاکړ

۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د اسنادو او مدارکو له مخې پرېکړه کړې چې په بلخ ولایت کې د «خاتم الأنبیا پروژې» ټوله ۶۰۰ جریب ځمکه امارتي ده.

د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ځمکه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د دوولسمې ناحیې په قل‌محمد کلا سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې د هغې موضوع بررسي کړې وه.

سرچینه زیاتوي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

اعلامیه کې راغلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۶۰۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.

عدلیې وزارت لیکلي، متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.