کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د کابل اوسېدونکي په دغه ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي، خو کارپوهان وایي چې دوامداره غږیزه ککړتیا د خلکو پر ارام، خوب او تمرکز ناوړه اغېز کولی شي؛ په همدې حال کې د کابل ښاروالي او د مرور شرطې ریاست وايي، زرګونو لوډسپېکرونه یې ټول کړي او له هغو موټرو او موټرسایکلونو سره قانوني چلند کېږي چې لوړ غږ لرونکي هارنونه او سلنسرونه لري.
غږیزه ککړتیا هغو ناغوښتل شوو او ځوروونکو غږونو ته ویل کېږي چې د انسان پر سکون او روغتیا ناوړه اغېز کولی شي. د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې غږیزه ککړتیا د صنعت، ټکنالوجۍ او نفوس په زیاتېدو سره د لویو ښارونو یوه له جدي ستونزو ګرځېدلې ده.
د کابل ښاروالۍ هم غږیزه ککړتیا د هوا ککړولو ترڅنګ د ښاري ژوند له ننګونو او د ښاریانو روغتیا ته له ګواښونو بللې او ویلي یې دي چې دغه پدیده د خلکو پر جسمي او رواني روغتیا منفي اغېز کولی شي.
د کابل اوسېدونکي: غږونه او شورماشور مو ارامي ګډوډه کړې ده
د کابل د قلعه زمانخان اوسېدونکې زرغونه غفارزاده پژواک ته وویل، له دې امله چې کور مو سړک ته نږدې دی، د موټرو، موټرسایکلونو او د لوډسپېکر لرونکو کراچیو تګ راتګ، په ځانګړي ډول د شپې له خوا، ډېر مزاحمت ورته کوي.
هغې د ځینو موټرسایکلونو د لوړ غږ په اړه وویل: «په ښار او بازار کې هم بېلابېل غږونه شته چې ځوروونکي دي؛ خو ځیني موټرسایکلچلوونکي نه پوهېږم څه ډول سلنسرونه یې لګولي چې ډېر ځوروونکی غږ تولیدوي؛ کله چې پر سړک تېرېږي، د موټرسایکل غږ مستقیماً د انسان پر مغز بد اغېز کوي.»
د کابل د خیرخانې اوسېدونکي فردین رووفي هم وویل چې په سیمه کې د لاسي پلورونکو لوډسپېکرونه خلکو ته ډېر مزاحمت جوړوي.
هغه وویل: «رسمي ورځې خو پرېږده، ان د جمعې په ورځ چې غواړم ډېر استراحت وکړم، سهار وختي د معدني اوبو او ایسکریم پلورونکو د غږونو له امله له خوبه پاڅېږم.»
هغه له خلکو وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او له مسوولو ادارو یې هم وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل بلې اوسېدونکې ماهرې رحیمي وویل چې د هغې د اوسېدو او کار په سیمه کې ډېر شورماشور د موټر له تګ راتګ، غیرضروري هارنونو، ودانیزو چارو او ځینو هټیو او سوداګریزو مرکزونو رامنځته کېږي.
هغې زیاته کړه چې د ورځې په ځینو ساعتونو کې د غږونو زیاتوالی د مطالعې او کار لپاره تمرکز ستونزمنوي او د استراحت پر مهال هم د خلکو ارامي له منځه وړي.
رحیمي د خلکو د پوهاوي زیاتولو او د غږیزې ککړتیا پر مواردو د مسوولو ادارو د لا ډېرې څارنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نورو خلکو ارامتیا ته درناوی باید پر یوه ټولنیز مسوولیت بدل شي.
کابل ښاروالي: زرګونه لوډسپېکرونه راټول شوي
د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار او ویاند نعمتالله بارکزي وویل چې په دغه ښار کې غږیزه ککړتیا شته او ښاروالي یې د مخنیوي لپاره مشخصې لارې چارې لري.
هغه زیاته کړه چې کابل ښاروالي بېلابېلې ګزمې لري او د شکایتونو د ثبت لپاره ۱۵۵ شمېره هم فعاله ده.
د هغه په خبره، له هر هغه چا څخه چې په ښار کې غږیزه ککړتیا رامنځته کوي، لوډسپېکر راټولېږي او تر اوسه د ایسکریم پلورونکو او معدني اوبو شرکتونو په څېر له ځینو اصنافو زرګونه لوډسپېکرونه راټول شوي دي.
بارکزي وویل چې د دغو اصنافو یخچالونه او نور وسایل هم د څو ورځو لپاره ضبطېږي او یا په ځینو مواردو کې ورته خبرداری ورکول کېږي.
هغه وویل: «لویه ستونزه دا ده چې له بده مرغه په ښار کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او ډېری خلکو په کراچیو کې د توکو پلورلو چې لوډسپېکرونه هم لري، مخه کړې ده، له همدې امله زموږ ښاري ګزمې هم شته چې له دغو خلکو سره د غږیزې ککړتیا پر وړاندې چلند وکړي.»
بارکزي په دې برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل: «په فرهنګي برخه کې له هغو کسانو څخه چې غږیزه ککړتیا رامنځته کوي، هیله ده چې ښاریان ترې څه ونه پېري. تر هغه چې د غږیزې ککړتیا له امله د کراچۍوانانو جېب ته ګټه رسېږي، له بده مرغه دا ستونزه به موجوده وي. که موږ لسګونه لوډسپېکرونه هم راټول کړو، هغوی بیا هم دا کار تکراروي.»
هغه وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د ښار له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۱۵ تر ۱۶ زره لوډسپېکرونه راټول کړي دي.
د مرور شرطې عمومي ریاست: پر لوړ غږ لرونکي هارن او سلنسر بندیز دی
د مرور شرطې عمومي ریاست د مطبوعاتي چارو مسوول فضلهادي حمیدي پژواک ته وویل، هغه وسایط چې اسناد یې اخیستي، قانوني شوي او نمبر پلېټونه یې ترلاسه کړي وي، که موټر وي، موټرسایکل یا بله نقلیه وسیله، د اسنادو د اخیستو پر مهال تخنیکي معاینه کېږي.
هغه وویل چې په دې معاینه کې هارن، سلنسر، انجن، د شاسي شمېره او په ټوله کې د وسایطو تخنیکي وضعیت ارزول کېږي.
د هغه په وینا، د وسایطو خاوندانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له لوړ غږ لرونکو سلنسرونو یا نامناسبو او ځوروونکو هارنونو کار واخلي.
حمیدي وویل چې د مرور شرطې عمومي ریاست په مرکز او ولایتونو کې په دې برخه کې جدي چلند کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپلو وسایطو کې داسې وسایل وکاروي چې خلکو ته د مزاحمت او ځوروونکو غږونو رامنځته کېدو لامل کېږي.
د هغه په وینا، که په کابل ښار کې څوک په خپلو وسایطو کې له لوړ غږ لرونکي هارن څخه کار اخلي او سلنسر یې لوړ او ځوروونکی غږ لري، ښایي تر اوسه یې وسایط اسناد نه وي اخیستي؛ ځکه د کابل د نفوس او وسایطو شمېر ډېر دی.
هغه زیاته کړه چې د ترافیکو عمومي ریاست له اسنادو او نمبر پلېټونو پرته د وسایطو پر تګ راتګ هم جدي څارنه کوي او داسې وسایطو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي.
حمیدي وویل چې که له اسنادو پرته موټرسایکلونه ولیدل شي، په ښار کې ثابتې او ګرځنده تلاشۍ فعالې دي او د ترافیکو پولیس هره ورځ خپلې دندې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې هره ورځ لسګونه هغه وسایط درول کېږي چې نامناسب سلنسرونه او لوړ غږ لرونکي هارنونه لري او له هغوی سره قانوني چلند کېږي.
ارواپوهان: غږیزه ککړتیا د انسان ارامي ګډوډوي
ارواپوه عبدالجلیل امرخېل له پژواک سره په خبرو کې وویل چې غږیزه ککړتیا، په ځانګړي ډول هغه مهال چې شدیده، دوامداره او له کنټروله وتلې وي، عصبي سیستم د چمتووالي په حالت کې ساتي او دغه وضعیت د فشار، اضطراب، ژر خپه کېدو، غوسې، ذهني ستړیا او د ارامۍ د احساس کمېدو لامل کېدای شي.
د هغه په باور، که دغه حالت دوام وکړي، انسان ښایي احساس کړي چې ژر ستړی کېږي او د ورځنیو ستونزو پر وړاندې یې د زغم کچه راټیټه شوې ده.
امرخېل وویل: «لوړ غږ ان د خوب پر مهال د لنډمهاله ویښېدو او د خوب د کیفیت کمېدو لامل کېدای شي؛ ان که انسان په بشپړه توګه متوجه نه شي چې له خوبه ویښ شوی دی. نامناسب خوب په بله ورځ کېدای شي د پاملرنې، تمرکز، حافظې او د معلوماتو د پروسس د سرعت کمېدو او د ژر خپه کېدو لامل شي. له همدې امله د خوب او فکري فعالیتونو لپاره ارام چاپېریال ډېر مهم دی.»
د هغه په وینا، هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره له غږونو سره مخ وي، د دې ستونزې له اغېزو سره ډېر مخ کېږي؛ په دغو کسانو کې ماشومان، سپینږیري، د خوب له ستونزو سره مخ کسان، د غږیزو محرکاتو پر وړاندې حساس کسان او هغه کسان شامل دي چې په شورماشور کې کار او ژوند کوي.
دغه ارواپوه زیاته کړه چې ماشومان د خوب او تمرکز د اړتیا له امله د ودې او زدهکړې لپاره ارام چاپېریال ته ځانګړې اړتیا لري.
نوموړي د شورماشور له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کمولو په اړه وویل: «تر ممکنه بریده باید د غږ شدت او د هغه پر وړاندې د مخامخ کېدو موده راکمه شي. د بېلګې په توګه، د خوب او مطالعې چاپېریال ارام کړو، که امکان وي له ډېر شور لرونکو ځایونو واټن ونیسو او په شور لرونکو کاري چاپېریالونو کې له مناسبو غوږساتونکو څخه کار واخلو. همدارنګه منظم خوب، کافي استراحت، بدني فعالیت او د ارامۍ تمرینونه لکه ژوره ساه اخیستل او د عضلو ارامول، د سر و صدا له امله د رواني فشار په کمولو کې مرسته کولی شي.»
بل ارواپوه ډاکټر زکریا بارکزي هم پژواک ته وویل چې غږیزه ککړتیا یوه ناخوښه پدیده ده چې د انسان روحي، ذهني، عاطفي او ټولنیزه ارامي ګډوډوي او له همدې امله خلک د شکایت او خپګان احساس کوي؛ ځکه هر څوک غواړي په سکون کې ژوند وکړي.
هغه زیاته کړه چې دوامداره غږونه معمولاً د انسان پر روان ناوړه اغېز پرېږدي.
د هغه په باور، انسان باید په خپل ورځني ژوند کې سکون، ارامي، تفکر او یوازېتوب تجربه کړي، څو ذهن یې د فکر کولو لپاره فرصت ومومي؛ خو غږیزه ککړتیا دا چارې له ستونزو سره مخ کوي.
د هغه په وینا، دغه ستونزه په انسان کې د غوسې لامل کېږي او پر خوب او فکر یې منفي اغېز کوي.
بارکزي وویل چې د دې پدیدې مخنیوی د هر هېوادوال، په ځانګړي ډول د اړوندو کسانو دنده ده او باید دغه موضوع د یوه مشخص لارښود له مخې تنظیم او مدیریت کړي.