کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په کابل کې د هند له شارژدافیر یتین پټېل سره لیدلي او دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې جلالي د روغتیا برخه کې د هند له دوامدارو همکاریو مننه کړې او د اندراګاندي روغتون د ملاتړ د دوام غوښتنه یې کړې ده.
هغه له هنده غوښتي چې د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او په اندراګاندي روغتون کې د تلاسیمیا څانګې فعالولو برخو کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.
ورته مهال، د هند شارژدافیر یتین پټېل ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې هند به د اندراګاندي روغتون د ملاتړ د دوام، د تلاسیمیا څانګې د تجهیز، د کیموتراپي اړوندو درملو او د رادیوتراپي ماشینونو د برابرولو په برخو کې له افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
د هند شارژدافیر همدارنګه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هند به هڅه وکړي له افغان ولس سره د روغتیا په برخه کې لا ډېرې او غوره همکارۍ ولري.