کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان نن (دوشنبه) امریکا ته سفر کړی دی.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړه لوري به په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مهمو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په روانه میاشت کې له امریکا څخه له حوثیانو سره د مبارزې لپاره د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو واشنګټن له بریدونو سره موافقه ونه کړه او پر ځای یې د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د اهدافو په ټاکلو کې د ملاتړ موافقه کړې ده.