کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي چې د تېر کال په نسبت د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د زیتون او زیتون تېلو، اچارو، سټروسو او خرما په محصولاتو کې د پام زیاتوالی اټکل شوی دی.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، تېر کال د زیتون له باغونو په ټولیز ډول ۱،۲۸۴.۳۱ مټریک ټنه زیتون راټول شوي و چې سږ کال به په تحمیني ډول له ۱،۳۰۰ تر ۱،۵۰۰ مټریک ټنه زیتون ترلاسه شي؛ همدارنګه تېر کال په ټولیز ډول ۱۴۰،۳۱۵ لېتره زیتون تېل تولید شوي وو چې سږ کال به دغه اندازه ۱۴۳،۰۰۰ تر ۱۶۵،۰۰۰ لېترو پورې ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغهراز تېر کال په ټولیز ډول ۳۵ مټریک ټنه د زیتون اچار تولید شوي وو خو سږ کال به شاوخوا ۳۰ مټریک ټنه اچار تولید شي؛ د خرما حاصلات تېر کال ۱۹ مټریک ټنه وو چې سږ کال به تر ۲۲ مټریک ټنه پورې ترلاسه شي.
یاد ریاست لیکلي، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال د سټروسو له باغونو له ۵۰۰۰ تر ۵۵۰۰ ټنه پورې حاصلات ترلاسه شوي وو، چې سږ کال به دغه اندازه ۸۶۲۳ ټنو ته ورسېږي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست لیکلي، که چېرې طبیعي افتونه رامنځته او زیات نه شي، نو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په محصولاتو کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.