ژبه

عراقچي: د ایران اووه ماده‌ییزه طرحه امریکایانو ته لېږل شوې ده

سهراب سرورى

۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۸

Views: ۶

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د تهران اووه ماده‌ییزه طرحه د قطریانو له لارې امریکایانو ته لېږل شوې او ایران د واشنګټن د ځواب په تمه دی.

د راپورونو له مخې، ایران د روان کال د تلې په ۳مه له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنۍ د لارې نقشه وړاندې کړې وه چې د نښتو درول هم د دې طرحې یوه برخه ده.

یوه ورځ وروسته، وال‌سټرېټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اووه ورځني «اوربند» وړاندیز رد کړی او خپلو سلاکارانو ته یې ویلي چې تمه لري د نومبر له منځ‌مهالو ټاکنو وروسته پر ایران بمبارۍ بیا پیل کړي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پرون (دوشنبه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي: «زموږ طرحه چې د اووه ماده‌ییزې طرحې په نوم مشهوره شوه، د قطري منځګړي له لارې امریکایانو ته ولېږدول شوه؛ سره له دې چې د امریکا ولسمشر څه وویل، خو ما وویل چې موږ د منځګړو له لارې د امریکا رسمي ځواب ته په تمه یو.»

هغه ویلي چې له یوه قطري منځګړي سره یې لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

عراقچي زیاته کړې: «هغوی ځیني نظرونه درلودل او موږ خبرې وکړې چې بیا به یې له امریکايي لوري سره هم مطرح کړي او وروسته به د امریکايي لوري وروستی ځواب موږ ته ولېږدول شي؛ هیله لرم چې دغه کار تر سه‌شنبې پورې ترسره شي.»

هغه ویلي، د ایراني پلاوي دنده دا وه چې امریکايي لوري، نورو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ته، هوکړې ته د رسېدو لپاره د خپل هېواد شرایط ورسوي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران د دې موضوع لپاره طرحه لري او د تهران مطرح شوي شرایط «په بشپړه توګه عادلانه او منطقي» دي او که امریکا د هوکړې یا سوله‌ییز حل په لټه کې وي، ایران دغه حل وړاندې کړی دی.

عراقچي ټینګار کړی: «اوس په حقیقت کې ټولو ته څرګنده شوې چې ایران، سره له ټولو ظلمونو او هغو جګړو چې پرې تپل شوې، په ډیپلوماسۍ کې خبرې، منطق او حل‌لاره لري او لکه څنګه چې د جګړې لپاره چمتو دی، د ډیپلوماسۍ لپاره هم چمتو دی.»

الجزیرې د تلې په ۴مه راپور ورکړی و چې د دې طرحې له مخې، امریکا باید په اوو ورځو کې د تهران ځیني شرایط عملي کړي، څو د اوربند د خبرو د بیا پیل او د سمندري محدودیتونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شي.

د دې طرحې له مخې، هرمز تنګی به هم د اووه ورځنۍ دورې په وروستۍ ورځ بېرته پرانیستل شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه به خبرې سمدستي پیل شي.