ژبه

د مسکو فارمت غونډه؛ لاوروف له مولوي امیرخان متقي سره ګوري

خواجه نصیراحمد صدیقی

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د « مسکو فارمت» غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وګوري.

انترفاکس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمت» اتمه غونډه به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې جوړه شي.

هغې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان او روسیې ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د زاخارووا په وینا، د افغانستان د پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کوي.

هغې زیاته کړې چې متقي به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره جلا لیدنه ولري او دواړه لوري به د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پر مهمو او روانو موضوعاتو خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د « مسکو فارمت» په غونډه کې به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د نشه‌یي توکو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز وشي.

هغې زیاته کړې چې د غونډې په پای کې به د ګډونوالو له خوا ګډه اعلامیه هم تصویب شي.