کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له یو شمېر بانکونو او مالي بنسټونو سره هوکړې کړې چې له مخې به یې د نهو وزارتونو او امارتي ادارو عواید په برېښنایي ډول راټولېږي او د خزاینو واحد حساب ته به لېږدول کېږي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړې د عوایدو د برېښنايي راټولولو او انتقال، د شفافیت، چټکتیا او دقت د زیاتولو، حسابورکونې او د بانکي عوایدو د راټولولو نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه شوې دي.
په خبرپاڼه کې د وزارتونو او ادارو د نومونو له لیکلو پرته راغلي چې د دغو هوکړو له مخې، د عوایدو لوی ریاست د نهو وزارتونو او امارتي ادارو د عوایدو د برېښنايي کولو لپاره له عزیزي بانک، افغانستان اسلامي بانک، حسابپې او اورمپې مالي مؤسسو سره هوکړې کړې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، اړوند بانکونه او مالي بنسټونه به د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم او لاسلیک شویو هوکړو له مخې د یادو ادارو عواید په برېښنايي ډول راټول او په هماغه وخت کې به یې د د خزاینو واحد حساب ته لېږدوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیستم به د عوایدو د ثبت او انتقال بهیر معیاري او د دقت او حسابورکونې کچه به لوړه کړي.