منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:57 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

تاجکستان افغانستان ته د صادراتي برېښنا د کچې زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د تاجکستان د برېښنا شرکت مسوولینو افغانستان ته د صادراتي برېښنا د کچې زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 34 کتنې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د تاجکستان د برېښنا شرکت مسوولینو افغانستان ته د صادراتي برېښنا د کچې زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي ريیس ملا عبدالحق همکار او مل پلاوي يې په تاجکستان کې د دغه هېواد د برېښنا شرکت (برق تاجیک) له ريیس محمدعمر اسوزاده سره لیدلي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د برېښنا او انرژۍ برخه کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي، په دې ليدنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا د مزو پر پیاوړتیا او پراختیا، تعرفې، د پانګونې پر فرصتونو، تخنیکي زده‌کړو او اوږدمهاله همکاریو هم خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، تاجکستاني لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي جوړولو د پلان په اړه معلومات ورکړل او افغانستان ته یې د برېښنا د وارداتو د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دواړو لورو پرېکړه وکړه چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د موضوع په اړه به عملي پایلې ته ورسېږي.

د سرچینې په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستان سره د دوامدارو همکاریو، د انرژۍ د تبادلې د زیاتوالي او د عملي پروژو د پلې کېدو لپاره ژمن دی.