ژبه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

زرغونه صالحي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله غندلې او له افغانستان او پاکستانه یې غوښتي چې زغم وښيي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، پرون سهار وختي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند په ځینو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان شهیدان، ۱۱ نور ټپیان او درې کورونه ویجاړ شوي دي.

اروپايي ټولنې نن په یوه اعلامیه کې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله غندلې ده.

دغې ټولنې زیاته کړې: «موږ له دواړو لورو غواړو چې زغم وښيي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.»

سرچینې زیاته کړې چې ټول لوري باید نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړي، د ملکي وګړو او ملکي زېربناوو ساتنه وکړي او ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) پرون تایید کړې وه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي چې ډېری یې ماشومان دي.