منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:44 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې درېیو ماشومانو د مرمۍ په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی

· 1 دقیقه لوستل · 42 کتنې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، یادو ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه او لوبې پرې کولې چې پرې چاودلې او یاده مرګ‌ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د ننګرهار ولایت مقام لیکلي چې ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

ولي‌محمد شینواری