ژبه

خلیلزاد: اسلام‌اباد په «کانټینراباد» بدل شوی

andar

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲:۳۳

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، اسلام‌اباد په «کانټینراباد» بدل شوی او پاکستانی ولس تر دې د ښه وضعیت مستحق دی.
خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسلام‌اباد په کانټینراباد بدل شوی. ولې؟ د پاکستان ولس له دې څخه د غوره وضعيت مستحق دی!»
د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د احتمالي لاریون د مخنیوي لپاره د ښار په یو شمېر مهمو لارو کې کانټینرونه اېښودل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کانټینرونو د اېښودلو له امله د اسلام‌اباد پر لارو تګ راتګ ګډوډ شوی او د بار وړونکو موټرو چلوونکي هم له مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پاکستاني پولیسو د سپټمبر په میاشت کې له دوو زرو ډېر موټر د کانټینرونو د لېږد لپاره نیولي او یو شمېر یې له بار سره د څو ورځو لپاره درولي دي.
د ترانسپورټي شرکتونو مسوولین وايي چې د کانټینرونو اېښودو له امله د بار وړونکو موټرو د درېدو له امله اضافي لګښتونه هم زیات شوي دي.
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند کېدونکی لاریون چې مخکې د سپټمبر په ۲۷مه ترسره کېده، د راپورونو له مخې د اکټوبر تر څلورمې ځنډول شوی دی.