کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د کندهار ولایت مقام د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په دغه ولايت کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو له استازو سره غونډه شوې ده.
د کندهار ولایت مقام پر خپله اېکسپاڼه یوه وضاحت کې ویلي چې د پاکستان نظامي کړۍ هڅه کوي په داسې «پوچو ادعاوو» سره په افغانستان کې د ملکي وګړو په شهادت رسول او خپل نور جنايتونه توجیه کړي.
سرچينې زياته کړې: «افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري پرون په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې وه چې د اګسټ په ۲۶مه په کندهار کې د ځينو وسلهوالو ډلو د استازو غونډه شوې او مشري یې د کندهار والي کړې ده.
هغه د دې ادعا لپاره په خبري کنفرانس کې کوم خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي.
پاکستان له دې مخکې هم په افغانستان کې د خپلو مخالفو وسلهوالو ډلو د شتون او له دغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو د تنظیم ادعاوې کړې دي، خو د افغانستان حکومت دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي.