ژبه

بغلان کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

رازمحمد راز

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۴

Views: ۲

پلخمري (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د پلخمري ښار اړوند په سنګ‌سلاخ سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا موټر د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل‌چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه‌راز دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې له امله یې یوه ښځه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ولایت مقام لیکلي چې د پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.