ژبه

د پژواک د راپور اغېز؛ سپین‌غر پوهنتون د نفیع‌الله د لوړو زده‌کړو د بشپړ مالي ملاتړ ژمنه وکړه

عبدالرقیب سایل

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): وروسته له هغه چې پژواک د خښتو په یوه بټۍ کې د ۱۹ کلن نفیع‌الله د سخت کار او د نرس کېدو د ارمان په اړه راپور خپور کړ، د سپین‌غر پوهنتون مشرتابه ژمنه وکړه چې هغه ته به د لېسانس تر کچې د نرسنګ زده‌کړو زمینه برابره او بشپړ مالي ملاتړ به یې وکړي.

۱۹ کلن نفیع‌الله، چې اصلاً د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکی دی، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي.

پژواک نن د هغه د ژوند او ستونزو په اړه راپور خپور کړ.

هغه پژواک ته ویلي: «ارمان مې دا دی چې نرس وای، یوه ښه دنده مې درلودی او خپل ژوند مې په ارامۍ مخته وړای.»

نفیع‌الله په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او غوښتل یې چې په یوه خصوصي انسټیټیوټ کې نرسنګ ولولي؛ خو هغه وایي، د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت یې د زده‌کړو مخه نیولې ده.

دی زیاتوي: «موږ د ورځنۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران وو؛ نو ما به د نرسنګ د زده‌کړو لګښت څنګه برابر کړی وای؟»

سپین‌غر پوهنتون: د نفیع‌الله بشپړ مالي ملاتړ کوو

په ننګرهار کې د سپین‌غر پوهنتون مشر ډاکټر اسدالله مومند پژواک ته وویل، دغه پوهنتون به د نفیع‌الله د لوړو زده‌کړو بشپړ مالي ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه، نفیع‌الله ته به د نرسنګ د ډیپلوم پر ځای د لېسانس تر کچې د زده‌کړو زمینه په یوه معیاري او علمي چاپېریال کې برابره شي.

ده وویل: «د نرسنګ پوهنځي د کانکور ازموینه د روانې تلې میاشتې په ۱۷مه، چې د جمعې له ورځې سره برابره ده، اخیستل کېږي. زموږ همکاران به نفیع‌الله ته لازمې لارښوونې وکړي، څو ازموینه په پوره ډاډ ورکړي.»

د سپین‌غر پوهنتون مشر وایي،  نفیع‌الله دې د کانکور له ازموینې وروسته ورسره وګوري، څو د ده د زده‌کړو او مالي ملاتړ چارې بشپړې شي.

د یادونې ده چې سپین‌غر پوهنتون په معالجوي طب، ستوماتولوژي، طبي ټکنالوژۍ او نرسنګ برخو کې د لوړو زده‌کړو پروګرامونه لري.

نفیع‌الله: اوس به خپلې کورنۍ ته زېرى ورکړم

پژواک نفیع‌الله ته د سپین‌غر پوهنتون د ژمنې خبر ورکړ؛ هغه د دې خبر په اورېدو سخت خوشاله شو.

نوموړي وویل: «زه له شپې تر سهاره کار کوم او اوس مو له خوبه راویښ کړم، خو چې دا خبر مې واورېد، ډېر خوشاله شوم او خوب مې وتښتېد.»

هغه زیاته کړه: «اوس به خپلې کورنۍ ته زېرى ورکړم. ما له پیل څخه پر الله باور درلود، الله مهربان دی او هیله لرم چې تر دې وروسته به نورې خوشالۍ هم ووینم.»