کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د نایجریا په سوېل لوېدیځ کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې چې له امله یې د ۲۵ مسافرو او د الوتکې د عملې د اوو غړو په ګډون ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه پوځي الوتکه پرون دوشنبه، د اکټوبر په ۵مه، له بنین ښار څخه لاګوس ته د الوتنې پر مهال د اوندو ایالت په مربوطاتو کې لوېدلې ده.
د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو تایید کړې چې په الوتکه کې سپاره هېڅوک ژوندي نه دي پاتې. هغه د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
تینوبو دغه راز ویلي چې د نایجریا هوايي ځواک ته یې امر کړی څو د پېښې د لامل په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.
د نایجریا د هوايي چلند وزیر فېسټوس کیامو ویلي، د «ATR-42» ډوله دغه الوتکه له بنینسیټي څخه لاګوس ته پر عادي ماموریت روانه وه چې د ګرینویچ پر وخت د سهار په ۸:۱۳ بجو د هوايي ترافیک کنټرولونکو ورسره اړیکه له لاسه ورکړه.
سرچینې لیکلي چې وروسته د الوتکې پاتې شوني د ایګبوکودا ساحلي ښار ته نږدې وموندل شول او د لټون او ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.
دا پېښه په وروستیو کلونو کې د نایجریا له خونړیو هوايي پېښو څخه بلل شوې ده.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
نایجریا کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه؛ ۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی