کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د درې ورځني رسمي سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
جیو نیوز راپور ورکړی چې ګوټرېش د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار په بلنه، د اکټوبر له ۶مې تر ۸مې په دغه هېواد کې پاتې کېږي.
د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نبیل منیر اسلاماباد ته د ګوټرېش له رسېدو سره سم په هوايي ډګر کې د هغه هرکلی کړی دی.
سرچینې لیکلي چې ټاکل شوې ګوټرېش د دغه سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو له مشر او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره وګوري.
په راپور کې راغلي چې نوموړی به په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې له مرکزي دفتره هم لیدنه او د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت په ملي اداره کې به په یوه معلوماتي غونډه کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې ده چې سیمهییز او نړۍوال پرمختګونه به له پاکستاني چارواکو سره د ګوټرېش د خبرو له مهمو موضوعاتو وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه سفر به له ملګرو ملتونو سره د اسلاماباد پر اوږدمهالې همکارۍ د بیا ټینګار او د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه د نظرونو د تبادلې زمینه برابره کړي.