ژبه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بنون سیوان ومړ

احمد صهیب حسرت

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۶

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د قبرس دیپلوماټ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی بنون سیوان د ۸۸ کلونو په عمر د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې مړ شوی دی.

د «سایپرس انفورم» په نوم یوې قبرسي رسنۍ راپور ورکړی چې سیوان په ملګرو ملتونو کې له کلونو فعالیت وروسته مړ شو.

د راپور له مخې، سیوان د ۱۹۸۸ کال په اپرېل کې د افغانستان د وضعیت د هواري برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د مدیر او لوړپوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو.

سرچینې زیاته کړې چې هغه د ۱۹۹۰ کال په جنوري کې د افغانستان په اړه د ژنیو تړونونو د عملي کېدو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي په توګه هم وګومارل شو.

دغې رسنۍ لیکلي چې د ۱۹۹۱ کال په جنوري کې د ملګرو ملتونو د هماغه وخت سرمنشي خاویر پرز ډکویار، له افغانستان سره د اړوندو بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د همغږۍ دفتر د عمومي چارو د سمبالوونکي مسوولیت هم سیوان ته وسپاره.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سیوان په ۱۹۶۵ کال کې د ملګرو ملتونو له دارالانشاء سره یوځای شو او د دغه سازمان په بېلابېلو سیاسي او نړۍوالو ماموریتونو کې یې دندې ترسره کړې.