کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): سياېناېن د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له چین سره د دواړو هېوادونو د اټومي تاسیساتو د متقابلو کتنو پر پیل بحث کړی او غواړي په راتلونکو میاشتو کې د حضوري غونډو پر مهال هم دا موضوع تعقیب کړي.
د راپور له مخې، تر اوسه په دې اړه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د ټرمپ اداره غواړي له بیجینګ سره په راتلونکو خبرو کې د دې امکان د عملي کېدو موضوع مخته یوسي.
سياېناېن لیکلي، که دغه طرحه عملي شي، د دواړو هېوادونو استازو ته به زمینه برابره شي چې د یو بل ټاکلي اټومي تاسیسات له نږدې وګوري.
د متقابلو کتنو د پیل لپاره تر اوسه کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان شوی.
د امریکا د دفاع وزارت په خپلو راپورونو کې د چین د اټومي ځواک د پراخېدو یادونه کړې؛ چین بیا وایي، اټومي ځواک یې د امریکا او روسیې په پرتله کوچنی دی او هغه هېوادونه چې تر ټولو لویې اټومي زېرمې لري، باید د اټومي وسلو د کمولو اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.
دا بحث داسې مهال مطرح شوی چې امریکا او چین هڅه کوي د خپلو اړیکو د مدیریت لپاره خبرې روانې وساتي.
د تېر سپټمبر په ۲۴مه او ۲۵مه د چین ولسمشر شي جینپینګ واشنګټن ته سفر کړی و او له ټرمپ سره یې لیدلي وو. د راپورونو له مخې، دواړو لورو د خپلو اختلافونو ترڅنګ د اړیکو د نسبي ثبات ساتلو او د نورو خبرو لپاره د زمینې برابرولو هڅه کوله.