کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراتیف هېواد پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ.
هغه زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رییس استاد عبدالرحمن صافی هم شامل دی.
د هغه په خبره، په دغه فورم کې به چې په مسکو کې جوړېږي، د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړۍوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصین او د خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي.
هغه ویلي، په فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوجۍ د پراختیا، ډیجیټلي حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوجۍ برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه وشي.
الکوزي ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوی به په دغه فورم کې د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور تجربې، لاستهراوړنې او د ډیجیټلي تحول برخه کې ترسره شوي اقدامات شریک کړي.
د هغه په خبره، د فورم په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوجۍ له اړوندو بنسټونو سره دوهاړخیزې ناستې هم ترسره شي او د همکاریو پر پراختیا به خبرې وشي.