کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): له تهران سره د رغنده خبرو او د امريکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د برید نه کولو په اړه د ټرمپ له وروستيو څرګندونو وروسته د تېلو بيې يو څه ټیټې شوې.
د رویټرز د راپور له مخې، د برنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې ۷۲ سنټه راټیټه شوې او ۱۰۳ ډالرو او ۵۳ سنټو ته رسېدلې ده. همدارنګه، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۵۲ سنټه کمه شوې او په هر بېرل کې ۹۰ ډالرو او ۹۷ سنټو ته رسېدلې ده.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن له تهران سره «رغنده خبرې» کوي او د امریکا د کانګرس تر منځمهالو ټاکنو، چې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي، مخکې پر ایران د برید پلان نه لري.
بلخوا، د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران د اوو ورځو موده کې د هرمز تنګي بېرته پرانیستلو په اړه د ایران وړاندیز ته د امریکا ځواب ارزوي.
سره له دې چې د جمعې په ورځ د تېلو بیې راټیټې شوې، تمه ده چې د برنټ تېلو بیه په روانه اونۍ کې لوړه پاتې شي؛ ځکه په منځني ختیځ کې د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو د بریدونو زیاتوالي د تېلو د نړۍوالې عرضې په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي. د برنټ تېلو بیه د پنجشنبې په ورځ څلور سلنه لوړه شوې وه.
همدارنګه، امریکا د پنجشنبې په ورځ د ایران د خامو تېلو، تېلي محصولاتو او پټروشیمي توکو له لېږد سره د تړلو کسانو، شبکو او ۱۷ بېړیو پر ضد نوي بندیزونه ولګول. د فارس خلیج او هرمز تنګي په سیمه کې ګواښونو، چې تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او سونتوکي ترې لېږدول کېدل، په روانه اونۍ کې د تېلو په بیو کې سخت بدلونونه رامنځته کړي دي.
له بلې خوا، د مکسیکو په خلیج کې «ایسایاس» توپان هم د تېلو پر بازار اغېز کړی دی. امریکايي چارواکي وايي، په دې سیمه کې د تېلو تولیدوونکو د پنجشنبې تر ورځې هره ورځ د شاوخوا ۱.۳ میلیون بېرلو تېلو تولید درولی دی.
دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران جګړه اتمې میاشتې ته داخله شوې او واشنګټن لا هم پر تهران اقتصادي فشارونو ته دوام ورکوي.