منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا د فورټ هوډ بریدګر د اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه خپروي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا پوځ پلان لري چې د فورټ هوډ پوځي اډې د بریدګر نیدال مالک حسن د اعدام بهیر د روان کال د ډسمبر په درېیمه په ژوندۍ بڼه خپور کړي.

رویټرز د اکټوبر په اتمه د پنټاګون د يوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې حسن به په ډزو اعدام شي؛ دا به له ۱۹۴۵ کال راهیسې د امریکا د پوځ له خوا د ډزو په وسیله لومړی اعدام وي.

حسن، چې پخوا د امریکا د پوځ روان‌پوه و، په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د ډزو په پېښه کې د ۱۳ کسانو د وژلو او ۳۲ نورو د ټپي کولو په تور په ۲۰۱۳ کال کې پر اعدام محکوم شوی و.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي چې د اعدام بهیر به عامو خلکو ته د لیدلو وړ وي او د چارواکو په وینا، د خپرونې د څرنګوالي په اړه به نور جزئیات وروسته اعلان شي.