کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد به یې د نومبر په درېیمه د کانګرس د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې پر ایران برید ونه کړي او له تهران سره «ګټورې» خبرې روانې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ليکلي چې له ایران سره «ګټورې خبرې» روانې دي، خو د هرمز تنګي په اړه یې د امریکا د بندیز دوام ته هم اشاره کړې ده.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې د امریکا دریځ ارزوي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې د واشنګټن وړاندیز ته ځواب ورکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، عراقچي زياته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د منځګړو له لارې روانې دي.
د هغه په خبره، ایران خپل وړاندیزونه، چې د «اوو ورځو پلان» په نوم یاد شوي، وړاندې کړي او د امریکا دریځ یې هم ترلاسه کړی دی.
د يادونې ده، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو یوه مهمه موضوع د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د سمندري تګ راتګ عادي کول دي. دغه تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده.
سره له دې چې ټرمپ له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د برید نه کولو خبره کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواري او د خبرو د پایلې په اړه لا وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې.
ټرمپ: د امریکا له منځمهالو ټاکنو مخکې پر ایران برید نه کوو