کابل (پژواک، ۱۷ میزان ۱۴۰۵): امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یوه کارکوونکي په نیویارک ښار کې د عملیاتو پر مهال یو سړی پر ډزو ټپي کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر اتمه) د نیویارک ښار په برانکس سیمه کې شوې ده.
د نیویارک ښاروال زهران ممداني پر ټولنیزه شبکه اېکس یوه پیغام کې ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د کډوالۍ ادارې کارکوونکو یو سړی له خپل پنځهکلن ماشوم سره په موټر کې محاصره کړی او وروسته یې څو ډزې کړې دي.
هغه دغه پېښه «د نه توجیه وړ او ډېره جدي» بللې او زیاته کړې یې ده چې د شته معلوماتو له مخې، ماشوم ته زیان نه دی رسېدلی.
ممداني همداراز ویلي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې اړیکه نیولې او غواړي په نیویارک ښار کې د کډوالۍ ادارې عملیات پای ته ورسېږي.
بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د کډوالۍ ادارې کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د ډومینیکن جمهوریت د یوه وګړي د نیولو لپاره هدفي عملیات ترسره کول. د یاد وزارت په وینا، دغه کس د جرمي محکومیت مخینه لري.
دغه وزارت تایید کړې چې یوه کارکوونکي په خپله وسله ډزې کړې او یاد کس ټپي شوی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک اداره په وروستیو میاشتو کې له کډوالو سره د خپلو کارکوونکو د چلند او د وسلو د کارولو له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.
له دې مخکې، د روان میلادي کال په جنورۍ کې د امریکا دوه وګړي په دوو جلا پېښو کې د فدرالي کډوالۍ ادارې د کارکوونکو د ډزو له امله د مینیاپولیس په ښار کې وژل شوي وو.
د دغو پېښو په غبرګون کې د امریکا په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه هم وشول.
د امریکا د کډوالۍ ادارې یوه کارکوونکي په نیویارک کې یو سړی پر ډزو ټپي کړی