ژبه

د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د سوېلي افريقا يوې حقوق‌پوهې «ناوي پيلای» وګټله

Ahmad sohaib

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۷:۱۸

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د ناروې د نوبل کمېټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د سوېلي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ مشرې «ناوي پیلای‌» ته ورکړل شوه.
د ناروې د نوبل کمېټې د اعلان له مخې، دغه جایزه پیلای ته د سولې او نړۍوالو قوانینو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په پار ورکړل شوې ده.
سرچينه کاږي چې د نړۍوالو قوانینو نظام له سخت فشار سره مخ دی او بنسټونه یې تر بریدونو لاندې دي.
يادې کمېټې ويلي چې ۸۵ کلنه ناوي پیلای په سوېلي افریقا کې زېږېدلې او د حقوقو برخه کې اوږده تجربه لري. سرچينه دغه‌راز زياتوي چې هغې د خپل مسلکي ژوند په لومړیو کې د نژادي تبعیض پر ضد د مبارزې د فعالانو په ګډون له نېلسن منډېلا دفاع کړې ده.
د نوبل کمېټې په خبره، پیلای په ۱۹۶۷ کال کې د سوېلي افریقا په ناتال سیمه کې لومړنۍ ښځه وه چې خپله حقوقي اداره یې پرانیسته او وروسته د دغه هېواد د عالي محکمې لومړنۍ غیرسپین‌پوستې ښځینه قاضۍ شوه.
د سرچينې په وينا چې پيلای د روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په نړۍواله جنایي محکمه او د جرمونو په نړۍواله محکمه کې هم د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره وه او زياتوي چې نوموړې اوس د عدالت نړۍوالې محکمې د ځانګړې قاضۍ په توګه دنده ترسره کوي.
سرچينه زياتوي چې پیلای د ملګرو ملتونو د هغې څېړنیزې کمېټې مشري هم کړې چې د فلسطین داشغال شوو سیمو په ګډون د غزې او اسراییل په اړه یې څېړنې کړې وې. دغې کمېټې تېر کال پایله وړاندې کړه چې اسراییل په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده؛ خو اسرائیل دغه راپور رد کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د نوبل د سولې جایزه چې ارزښت یې ۱۲ میلیونه سویډني کرون او شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکايي ډالره دی، د ډسمبر په ۱۰مه په ناروې کې د الفریډ نوبل د مړینې د کلیزې په مناسبت ګټونکې ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې له اعلان مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د دې جایزې مستحق دی، خو په دې اړه یې شک هم څرګند کړی و چې د ناروې د نوبل کمېټه به یې نوم غوره کړي. ټرمپ په وار وار د دې جایزې د ګټلو هیله څرګنده کړې وه.
د يادونې ده، د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو ته د دغه هېواد د خلکو د ډیموکراتیکو حقونو د ملاتړ او له استبدادي نظام څخه د سوله‌ییز بدلون لپاره د هڅو په پار ورکړل شوې وه. ماچادو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خپل د نوبل مډال هغه ته ډالۍ کړ؛ خو د نوبل کمېټې ټینګار کړی چې د جایزې د ګټونکي لقب نه لېږدول کېږي او نه له بل چا سره شریکېدای شي.