ژبه

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره

مرضیه حسینی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۷

Views: ۳۹

هرات (پژواک، ۱۶ میزان ۱۴۰۵): هرات کې یو شمېر ښځې د کورني مخالفتونو، اقتصادي ستونزو او ځینو دودیزو باورونو ترڅنګ په بازار کې د پلورونکو او تولیدوونکو په توګه فعالیت کوي. هغوی وايي، په بازار کې حضور ورته د عاید ترلاسه کولو، له پېرودونکو سره د مستقیمو اړیکو او د اقتصادي فعالیتونو د دوام فرصت برابروي.

له کوره تر بازاره؛ هغه لاره چې د ځینو ښځو لپاره اسانه نه ده

د هرات ښار په یوه څنډه کې زرافشان احمدي د ښځو د سینګار او روغتیايي توکو د پلور چارې پر مخ وړي. نوموړې وايي، څلور کاله کېږي چې په دغه بازار کې کار کوي او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې اغېزناک رول لري.

هغې د خپل کار د لومړیو ورځو په اړه وویل: «په پیل کې مې د کورنۍ، په ځانګړې توګه د پلار، له مخالفتونو سره مخ وم؛ خو کله چې هغوی نورې ښځینه پلورونکې او زما د کار ځای ولید، راته یې د کار د دوام اجازه راکړه. د کار لومړنۍ شپږ میاشتې راته رښتیا هم ډېرې سختې وې.»

زرافشان د کار په لومړیو کې یوازې د خپلې کورنۍ له مخالفت سره نه وه مخ، بلکې په ټولنه کې هم د ښځینه پلورونکو په اړه مثبت نظر نه و او کله ناکله به یې سپکوونکې خبرې اورېدې؛ خو هغې شاته راونه ګرځېده او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.

د دې مېرمنې تجربه ښيي چې د ځینو ښځو لپاره بازار ته ننوتل یوازې پر کار موندلو  پای ته نه رسېږي، بلکې په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی د حضور منل هم د دې لارې یوه برخه ده.

خو زرافشان یوازېنۍ ښځه نه ده چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بازار ته وتلې او خپلواک کار یې غوره کړی دی. د هرات ښار بله اوسېدونکې شریفه رضايي هم په بازار کې د پلورونکې په توګه کار کوي.

رضايي وايي، په تېرو کلونو کې په دوکانونو کې د ښځو حضور لږ و او ځینو ښځو ته د ښځینه او روغتیايي توکو د پېرلو لپاره نارینه پلورونکو ته مراجعه کول هوسا نه وو.

هغې چې د زرافشان په څېر د کار په پیل کې له مخالفتونو سره مخ شوې وه، زیاته کړه: «په لومړیو کې چې موږ دوکان درلود، ښځې ډېرې نه وې او د روغتیايي یا ښځینه توکو پېرلو لپاره یې له نارینه‌وو سره د ارام احساس نه کاوه. په هغه وخت کې ډېرو ښځو ته اجازه نه ورکول کېده چې دوکان ولري او د پلورونکې په توګه کار وکړي.»

د هغې په خبره، اوس په بازار کې د ښځو د پلور په اړه د کورنیو او ټولنې لیدلوری بدل شوی او ان ځینې خلک د ښځینه پلورونکو هرکلی کوي.

له بلې خوا، ستایش کاظمي چې په هرات کې لاسي صنایع تولیدوي او پلوري، وايي: «دا ډېره ښه ده چې ښځې پخپله پلور وکړي او خپل تولیدات وپلوري؛ په دې توګه تولیدات مستقیم د پېرېدونکو لاسونو ته رسېږي.»

د هغې په خبره، کله چې یوه ښځه خپل تولیدات بل چا ته د پلور لپاره سپاري، د ګټې یوه برخه چې باید تولیدوونکې ته ورسېږي، له لاسه ورکوي.

د ښځینه پېرېدونکو لیدلوری؛ د ښځینه پلورونکو هرکلی

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په بازار کې د ښځینه پلورونکو حضور د ځینو ښځینه پېرېدونکو لپاره هم مهم دی؛ ځکه هغوی کولای شي خپل ځیني اړین توکي له ښځو څخه په ډېرې اسانۍ واخلي.

سمیې حیدري چې په دغه بازار ته د پېرلو لپاره ورځي، وايي: «په داسې شرایطو کې چې موږ پکې ژوند کوو او هره ورځ پر ښځو نور محدودیتونه لګېږي، د ټولنې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د پلور په کار کې، د ښځو لیدل راته د خوښۍ وړ دي.»

مریم نوري چې تازه له کندهاره هرات ته تللې، هم وايي: «ډېره خوشحاله یم او د ارام احساس کوم چې ښځې د پلور برخه کې کار کوي.»

کارپوهان: په بازار کې د ښځو حضور له اقتصادي ودې سره مرسته کوي

ټولنیزه فعاله معصومه جامي وايي، د توکو د تولیدوونکو او پلورونکو په توګه د ښځو حضور کولای شي په اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی رول پیاوړی کړي او په ټولنه کې د دوی د وړتیاوو د لا ډېرې کارونې زمینه برابره کړي.

هغې په بازار کې د ښځو د حضور د اهمیت په اړه وویل، دا ډول چاپېریال ښځو ته فرصت ورکوي چې پر ځان باور زیات کړي، خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه رول ولوبوي.

له بلې خوا، په هرات کې د اقتصادي چارو کارپوه شعیب رحیمي په بازار او اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو حضور د اقتصادي ودې یو مهم عامل بولي.

هغه وايي: «په بازار کې د ښځو حضور د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه دی. په ځانګړې توګه ښځینه پلورونکې د کار او توکو په بازارونو کې رول لري؛ له یوې خوا د خپلو محصولاتو په پلورلو سره د توکو د عرضې په بهیر کې ونډه اخلي او له بلې خوا د کار بازار ته په داخلېدو سره د کارکوونکو شمېر زیاتوي او د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو کې مرسته کوي.»

د ښځو ځانګړو بازارونو کې ۱۱۹ ښځې فعالیت کوي

په لوېدیځ زون کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره بهناز سلجوقي وايي، په هغو بازارونو کې چې په ځانګړي ډول ښځو ته ځانګړي شوي، ۱۱۹ ښځې د پلور په کار بوختې دي.

هغې وویل، د ښځینه پلورونکو تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې خلک د ښځو پر تولیداتو بشپړ باور نه لري. که څه هم دغه وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو لا هم ځینې پېرودونکي له نارینه پلورونکو څخه پېرودلو ته ترجیح ورکوي.

نوموړې زیاته کړه چې له دې سره د کورنیو محدودیتونه هم شته او ځینې کورنۍ خپلو ښځو او لوڼو ته اجازه نه ورکوي چې په بازارونو کې د پلورونکو په توګه کار وکړي.

د سلجوقي په وینا، هغه ښځې چې د انلاین پلور چارې پر مخ وړي، که په بازار کې هم حضور ولري، کولای شي له ډېرو پېرېدونکو سره اړیکه ونیسي، خپل محصولات له نږدې ور وپېژني او ویې پلوري.

په هرات کې د ښځینه تولیدوونکو او پلورونکو تجربه ښيي چې بازار د هغوی لپاره یوازې د توکو د پلور ځای نه دی، بلکې د عاید ترلاسه کولو، له پېرودونکو سره د مستقیمې اړیکې او د اقتصادي فعالیتونو د دوام فرصت هم دی. د اقتصادي ستونزو، کورنیو محدودیتونو او ځینو دودیزو باورونو سربېره، یو شمېر ښځې لا هم هڅه کوي چې په بازار کې حضور ولري او خپل تولیدات پخپله وپلوري.