ژبه

خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شو

احمد صهيب حسرت

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۱۲

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۹مه): د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو د لاریونونو له پراخېدو او د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته، نن (یکشنبې) د ولسمشر په تایید خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د ولسمشر دفتر پر اېکس‌پاڼه يوه پیغام کې ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري د خيبر پښتونخوا امنیتي وضعیت ته په پام، په دغه ایالت کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د اعلان په اړه د فدرالي کابینې وړاندیز لاسلیک کړی دی.

د ولسمشر د دفتر په وینا، دغه اقدامات د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادو پر بنسټ منظور شوي دي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند (PTI) د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنې لپاره د اسلام‌اباد پر لور لاریون پیل کړی او د فدرالي حکومت او دغه ګوند ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.

له دې مخکې د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي وو چې د ناامنیو زیاتېدو او د خيبر پښتونخوا له ایالتي حکومت سره د اختلافاتو له امله په دغه ایالت کې د بېړني حالت او ګورنر راج د اعلان پر امکاناتو غور کوي.

په همدې حال کې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي‌خان دغه اقدام «لویه سیاسي تېروتنه» او د ډیموکراسۍ خلاف بللی او ویلي یې دي چې د خيبر پښتونخوا خلک به یې ونه مني.