ژبه

کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

ویدا قلندري

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید د نجونو پیاوړتیا ته ډېره پاملرنه وکړي او په ټولو زده‌کړییزو پړاوونو کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

کرزي د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له ټولو غوښتي چې د هلکانو ترڅنګ د نجونو پیاوړتیا هم له پامه ونه غورځوي.

هغه لیکلي، افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید تر هر څه ډېر د نجونو پیاوړتیا ته پام وکړي او دا هغه مهال شونې ده چې نجونې له ټولو زده‌کړییزو فرصتونو برخمنې شي او د لوړو علمي زده‌کړو په بشپړولو سره وکولای شي د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.

د نوموري په خبره: «د دې ورځې د نمانځلو او د نجونو د پیاوړتیا په اړه د بیا ټینګار ترڅنګ، هیله لرم چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي، څو هغوی هره یوه د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو له لارې د هېواد د پرمختګ لامل او په نړۍ کې زموږ د ویاړ او سرلوړۍ سبب شي.»

کرزي په خپل پیغام کې زیاته کړې چې د افغانستان خلک د لرغوني کلتوري تاریخ او د ښځو او نجونو د درناوي له مخې، په کورنیو او نړۍوالو غونډو کې د هغوی د مقام، بریاوو او مېړانې یادونه په ویاړ کوي.