ژبه

د اوای‌سي او  اروپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

هچرت الله کاکړ

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا، بشري اړتیاوو ته د رسېدنې او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په ګډون په مهمو برخو کې د ګډ کار پر فرصتونو ټینګار کړی.

د اسلامي همکاریو سازمان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي، سفیر ډاکټر طارق علي بخیت، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس فریلسن سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست نیکولا بلومو هم ګډون درلود.

یاد سازمان لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر بشري وضعیت او وروستیو تحولاتو خبرې وشوې.

سرچینې لیکلي، دواړو لورو له افغانستان سره د همکارۍ پر پیاوړتیا، بشري اړتیاوو ته پر رسېدنې او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په ګډون په مهمو برخو کې د ګډ کار پر فرصتونو ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې بخیت د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ او همغږو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.