کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د لوږې پر ضد د مبارزې سازمان وایي چې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ خوارځواکي د زیاتېدو په حال کې ده او اټکل کیږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به څه باندې څلور میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دغو بنسټونو په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د بېړنیو او دوامدارو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.
د دواړو سازمانونو د ګډې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا یو میلیون او ۹۰ زره ماشومان له شدیدې حاد خوارځواکۍ او نږدې درې میلیونه نور ماشومان د منځنۍ کچې له حاد خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف او د لوږې پر ضد د مبارزې سازمان دغه راز اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به د هغو ولایتونو شمېر چې د خوارځواکۍ له سخت وضعیت سره مخ دي، ۱۴ ته ورسېږي او نږدې یو میلیون او ۳۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به هم له خوارځواکۍ سره مخ شي.