ژبه

رویټرز: روسیې یوازې شپږو اونیو کې د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو لویه اډه جوړه کړې

انځور: پلنېټ لېبز/رویټرز

Ahmad sohaib

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۰۰:۱۷

۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځه «روستوف» سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو د یوې لویې اډې جوړولو چارې په شاوخوا شپږو اونیو کې نږدې بشپړې کړې دي؛ د دفاعي چارو د کارپوهانو په وینا، دغه اډه ښايي د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو وړتیا زیاته کړي.

رویټرز د «پلنېټ لېبز» او «ایربس شرکتونو» د سپوږمکۍ انځورونو د ارزونې پر بنسټ لیکلي چې د اګسټ په ۳۱مه د یادې اډې ځای یوازې تشه ځمکه وه، خو د چهارشنبې تر ورځې په دغه ځای کې د شاوخوا ۰،۹ کیلومتره مربع په مساحت تاسیسات جوړ شوي وو.

د راپور له مخې، دغه اډه د روسیې د «میلرو وو» هوايي اډې په شاوخوا ۳،۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د سپوږمکۍ په انځورونو کې د یادې اډې په لوېدیځه برخه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو اته سټېجونه لیدل کېږي.

رویټرز د «ډرون‌سک» خصوصي استخباراتي شرکت د بنسټګر او اجراییوي رییس مایک مونیک له قوله لیکلي، چې دغه اډه ښايي د روسیې د «ګران-۴» او «ګران-۵» ډوله جټ‌موتوره بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا ولري.

مونیک ویلي، د یادې اډې د بشپړ فعالېدو لپاره ښايي یوازې څو اونۍ پاتې وي. هغه زیاته کړې، چې دغه اډه د اړتیا وړ اکمالاتو او نورو شرایطو په برابرېدو سره ښايي په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ یا تر دې د زیاتو جټ‌موتوره بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا ولري.

همدارنګه، رویټرز د اوکراین د پوځي معلوماتو په حواله راپور ورکړی، چې روسیې د تېر اوړي په درېیو میاشتو کې د جټ‌موتوره بې‌پیلوټه الوتکو کارونه نږدې شپږ برابره زیاته کړې وه. د دغو معلوماتو له مخې، د اوکراین پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمې تر ټولو ډېرې په نښه شوې دي.