کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان سترې محکمې د اسلامي ارزښتونو خلاف څرګندونو په تړاو د یوه سریلانکایي وګړي د اعدام حکم لغوه کړی، خو قضیه یې لا پای ته نه ده رسېدلې او د بیا څېړنې لپاره لومړنۍ محکمې ته استول کېږي.
د سریلانکا «دې مارنینګ» ورځپاڼې نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې د سعودي عربستان سترې محکمې د انوجن سیواراسا (Anojan Sivarasa) په نوم د یوه سریلانکایي وګړي د اعدام حکم او د پنځو کلونو بند پخوانۍ سزا دواړه لغوه کړي دي.
د راپور له مخې، د سریلانکا د پارلمان غړي محمد فیصر مصطفی (Mohamed Faiszer Musthapha)، چې د سیواراسا د قضیې د تعقیب لپاره سعودي عربستان ته د تللي حقوقي پلاوي غړی هم و، ویلي چې د نوموړي قضیه به بېرته لومړنۍ محکمې ته واستول شي او هلته به له سره وڅېړل شي.
هغه څرګنده کړې چې د سترې محکمې دا پرېکړه د سیواراسا د خوشې کېدو په معنا نه ده او د قضیې حقوقي بهیر لا هم دوام لري.
د سریلانکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ارون هیماچندرا ویلي چې د سعودي عربستان سترې محکمې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه د سیواراسا د اعدام حکم لغوه کړی او دا پرېکړه د سریلانکا د حکومت د دوامدارو ډیپلوماټیکو او حقوقي هڅو په پایله کې شوې ده.
بلخوا، د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) د اکټوبر د ۱۳مې په راپور کې د سعودي عربستان د محکمې د اسنادو په حواله لیکلي چې د دغه هېواد د الاحساء څارنوالۍ پر سیواراسا دوه تورونه لګولي وو.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، پر نوموړي لومړی تور د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حرمت د نقض په تړاو د څرګندونو او دویم تور د ټولنیزو شبکو له لارې د دیني ارزښتونو او عامه اخلاقو خلاف مطالبو د خپرولو په تړاو لګېدلی و.
دغه سازمان د محکمې د اسنادو په حواله زیاته کړې چې د الاحساء جزایي محکمې د جولای په ۲۷مه سیواراسا د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې قانون له مخې په پنځه کاله بند او درې میلیونه سعودي ریاله نغدي جریمه محکوم کړی و.
د یاد سازمان په وینا، د الاحساء څارنوالۍ او د سیواراسا مدافع وکیل دواړو د لومړنۍ محکمې پر پرېکړې اعتراض کړی و، چې وروسته د سپټمبر په ۱۷مه د سعودي عربستان د ختیځې سیمې استیناف محکمې نوموړي ته د اعدام حکم صادر کړ.