کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د امریکا ساحلي ګارډ وايي، د مکسیکو د کالیفورنیا د باخا ایالت په ساحل کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې ۱۶ سپرلي یې ژغورل شوي او ۱۱ نور نادرکه دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د مکسیکو د انسنادا ښار شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره لوېدیځ لوري ته شوې ده.
د امریکا د ساحلي ګارډ چارواکو ویلي، وروسته له هغه چې له ډوبېدونکې کښتۍ د بېړنۍ مرستې پیغام ترلاسه شو، د ژغورنې یوه چورلکه سیمې ته واستول شوه او شاوخوا دوه ساعته وروسته ورسېده.
د امریکا د ساحلي ګارډ یوه چارواکي، سانتیاګو تامبوریني ویلي چې له اوبو څخه د ۱۶ کسانو د ژغورنې عملیات شاوخوا ۹۰ دقیقې وخت نیولی دی.
د چارواکو په وینا، ټول ژغورل شوي کسان د مکسیکو وګړي دي چې په چورلکه کې د امریکا د کالیفورنیا ایالت سنډیاګو ښار ته لېږدول شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته سپارل شوي دي.
د راپور له مخې، د ژغورل شوو کسانو له ډلې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی او یو بل کس د شارک د احتمالي برید له امله تر درملنې لاندې دی.
د امریکا ساحلي ګارډ او سمندري ځواکونه د چورلکو، الوتکو او پوځي بېړیو په کارولو سره د ۱۱ ورکو کسانو د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي.
امریکايي چارواکو ویلي، تر اوسه د کښتۍ ډوبېدو لامل، ډول، د سفر پیل او وروستی مقصد نه دي مشخص شوي.
رویټرز راپور ورکړی چې د پېښې سیمه له هغو لارو څخه ده چې قاچاقبران پرې امریکا ته د کډوالو د لېږد لپاره کار اخلي؛ خو چارواکو ټینګار کړی چې لا هم معلومه نه ده چې ډوبه شوې کښتۍ د انسانانو له قاچاق سره تړاو درلود که نه.