کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس په قزاقستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د قزاقستان، اوزبېکستان، پاکستان او ایران له استازو سره د اوسپنې پټلۍ د پروژو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان په آستانه ښار کې د ایکو په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې ګډون کړی دی.
سرچینې ویلي، په دې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د نویو پروژو، د انتقالاتو د زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد بهیر د ډیجیټلي کولو او د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه بحثونه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ دهلېز او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژې هم د غونډې د بحثونو برخه وې.
د سیمهییز اتصال او اوسپنې پټلۍ پروژې
د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس په خپله وینا کې د افغانستان ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت ته په اشارې، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، افغانستان اوسمهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنیزه شبکه لري او هر کال نږدې پنځه میلیون ټنه سوداګریز توکي د دغې شبکې له لارې لېږدول کېږي.
د سرچینې په خبره، د هرات او فاریاب په مسیرونو کې د شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې روانې دي او د کاسا (CASA) اوسپنې پټلۍ دهلېز د شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره مسیر مطالعات او تفصیلي ډیزاین هم بشپړ شوي دي.
فاتح د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان ترمنځ د درېاړخیز تړون پر بنسټ د افغانټرانس اوسپنې پټلۍ دهلېز د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغه پروژې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی شي.
د سیمې هېوادونو استازو سره لیدنې
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د غونډې په څنډه کې د قزاقستان، اوزبېکستان، پاکستان او ایران له استازو سره هم لیدلي او د افغان ټرانس او بلخ – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو د پلي کېدو او د بلخ – هرات – کندهار پروژې ته د پانګهوالو د راجلبولو په اړه یې خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، نوموړي د دغو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د خپلې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
له ایران سره د اوسپنې پټلۍ او مسافروړونکو اورګاډو په اړه خبرې
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د ایران د اوسپنې پټلۍ له استازي سره په جلا لیدنه کې، د قزاقستان او اوزبېکستان له لوري تورغونډۍ بندر ته د سوداګریزو توکو د لېږد او له هغه ځایه ایران ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقال په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافروړونکو اورګاډو د فعالیت د پیل موضوع هم څېړل شوې او د افغانستان له لوري د اړینو چمتووالي تر بشپړېدو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو فعالیت پیل شي.
همدارنګه، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له استازي سره په لیدنه کې د تورغونډۍ – هرات – سپینبولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو د پیل په اړه خبرې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، قزاقستاني لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا، د سفر د وخت او لګښت د کمولو لپاره د یوه خپلواک هوايي دهلېز د جوړولو په موخه د خپلو هڅو یادونه هم کړې ده.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د افغانستان په ګډون لس غړي هېوادونه لري او د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي.