ژبه

د کاناډا یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

Khwaja Nasir Sideqi

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۴

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د البرټا ایالت په یوه پوځي اډه کې د پراخې اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

الجزیرې راپور ورکړی چې د کاناډا د ملي دفاع وزیر ډیویډ مک‌ګینټي د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۷مه) تایید کړې چې دغه اورلګېدنه د البرټا ایالت په «وین‌رایټ» پوځي اډه کې رامنځته شوې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

نوموړي د دې پېښې له امله د خواشینۍ په څرګندولو ویلي چې په دې اورلګېدنه کې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځیني نور ټپیان شوي؛ خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر او د اورلګېدنې لامل یې نه دی په ډاګه کړی.

د کاناډا د دفاع وزیر وضعیت «ډېر حساس او پېچلی» بللی او زیاته کړې یې ده چې د کاناډا شاهي پولیس هم د دې پېښې په څېړنه کې برخه لري.

د نوموړي په وینا، د کاناډا وسله‌وال ځواکونه د فدرالي، ایالتي او سیمه‌ییزو چارواکو په همکارۍ د اورلګېدنې د مهارولو او زیانمنو کسانو ته د رسېدنې هڅې کوي.

د وین‌رایټ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې اور د شنبې په ورځ د پوځي اډې له کټارې بهر خپور شوی او د سختو بادونو له امله په چټکۍ سره پراخ شوی دی.

د راپور له مخې، د څو سیمو د اوروژنې ډلې د اور مهارولو لپاره سیمې ته رسېدلې دي؛ خو تر اوسه د شاوخوا سیمو د اوسېدونکو د تخلیې امر نه دی شوی.

په همدې حال کې، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني دغه پېښه جدي بللې او له زیانمنو کسانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د البرټا ایالت لومړۍ وزیرې ډانیل سمېټ هم دغه اورلګېدنه «لویه او غمجنه» بللې او ویلي یې دي چې یو شمېر پوځي کسان ترې اغېزمن شوي دي.

د وین‌رایټ پوځي اډه د اډمونټون ښار شاوخوا ۱۸۰ کیلومتره سوېل‌ختیځ ته موقعیت لري او د کاناډا له مهمو پوځي روزنیزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل او د قربانیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.