ژبه

د افغانستان د پارا تکواندو ملي لوبغاړي علي سجاد همراز خپل میانماري سیال ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۰

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د پارا تکواندو ملي لوبغاړي علي سجاد همراز په پنځم پړاو اسیایي سیالیو کې خپل میانماري سیال ته ماته ورکړه؛ له ټایواني سیاله یې ماته وخوړه او د برونز مډال ترلاسه کولو لپاره به له خپل مغولستاني سیال سره سیالي وکړي.

د افغانستان د پارالمپیک ملي کمېټې نن ویلي چې علي سجاد همراز په اسیایي سیالیو کې په خپله لومړۍ سیالي کې د میانمار لوبغاړي ته ماته ورکړه، خو دویمه سیالي یې ټایواني «چین تایپي» ته وبایله.

سرچینې زیاته کړې، علي سجاد همراز به اوس د برونزو مډال ګټلو لپاره له خپل مغولستاني سیال سره لوبه کوي.

د راپورونو له مخې، د پنځم پړاو پارا اسیایي لوبې د جاپان په کوربه‌توب د څه باندې ۴۰ هېوادونو لوبغاړو په ګډون په بېلابېلو ورزشي څانګو کې روانې دي.