کابل (پژواک) – د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د بودجې د کمښت له امله په غزه کې خپلې میاشتینۍ خوراکي مرستې کموي، چې له امله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره فلسطینیان له دغو مرستو بېبرخې شي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروګرام به د میاشتنیو خوراکي مرستو ترلاسه کوونکو شمېر له ۱.۶ میلیونو څخه ۱.۱ میلیون کسانو ته راکم کړي.
په راپور کې راغلي چې یاد سازمان د خوراکي مرستو اندازه هم نیمایي ته راکمه کړې، د ۷۵ زره کورنیو نغدي مرستې یې بندې کړې او د ورځې د ګرمو خوړو شمېر یې له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راټیټ کړی دی.
د راپور له مخې، په لرو پرتو او سختو سیمو کې ځینې کورنۍ اوس یوازې یوه ورځ وروسته ګرمه ډوډۍ ترلاسه کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په غزه کې شاوخوا ۱.۴ میلیون کسان، چې د سیمې د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر هغه ناوړه ناامنۍ سره مخ دي. د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ زره یې په بېړني وضعیت کې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي سرپرست کارل سکاو په غزه کې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې د اوربند له هوکړې یو کال تېرېدو سره سره، په دغه سیمه کې ژوند لا هم ستونزمن دی او خلک مناسب سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او کافي امنیت ته لاسرسی نه لري.
هغه زیاته کړې چې د مرستو دغه کمښت په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په غزه کې څلورم ژمی رانږدې کېږي؛ هغه موسم چې د خلکو د ژوند شرایط پکې ډېر سخت وي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د خپلو حیاتي فعالیتونو د دوام لپاره بېړنۍ توګه ۴۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
سکاو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دغه پړاو کې د غزې د خلکو ملاتړ ونه دروي، د مرستو د دوام، تر دې دمه د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې او د بیارغونې د لومړنیو هڅو د پرمخ وړلو لپاره هڅې وکړي.