ژبه

بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ د دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نسرین سیدی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۹

۱ کتنې

قلعه‌نو (پژواک) – د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو په مربوطاتو کې یوې درې ته د موټر لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي ویلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شوې ده او یو کس ټپي شوی هم دی.

هغه زیاته کړې چې د پېښې د قربانیانو جسدونه او ټپي کس د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې قربانیان د هرات ولایت اوسېدونکي وو او د تفریح لپاره د بند سبزک سیمې ته تللي وو.